الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، ایران کې د امریکا او اسرائیلي رژیم بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۵۰ ښوونکي او زدهکوونکي وژل شوي او ۱۸۴ نور ټپیان شوي دي.
راپور کې د ایران پوهنې وزارت د چارواکو له قوله ویل شوي، چې په دې بریدونو کې ۶۰۰ ښوونیز بنسټونه په نښه شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې امریکا او اسرائیلو پر ایران د برید د پیل په لومړنیو ساعتونو کې د ایران په جنوب میناب کې د نجونو پر یو ښوونځي وحشیانه برید وکړ، چې د دې برید په پایله کې له ۱۷۰ زیاتې زدهکوونکې ووژل شوې.

