د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور کاپیسا ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له ځایي مسولینو سره لیدنه کړې.
د کاپیسا ولایت مسوولین وایي، چې په دې لیدنه کې د پراختیایي پروژو د پلي کېدو د بهیر د ښه والي، د ځایي ادارو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي او لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د خدمتونو د چټکتیا په اړه ټینګار شوی دی.
په ورته وخت کې، ښاغلي منصور د دې ریاست د کارکوونکو له هڅو ستاینه کړې او د پروګرامونو په پلي کېدو کې یې پر روڼتیا او اغېزمنتیا ټینګار کړی دی.

