د لبنان حزبالله ډله وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د لبنان دننه او د اسرائیلو په شمال کې د صهیونیستي رژیم پر عسکرو ۴۳ بېلابېل بریدونه کړي.
الجزیرې خبري شبکې د حزبالله له قوله ویلي، چې له دې ډلې ۲۶ بریدونه په لبنان او ۱۷ نور د اسرائیلو په شمال کې شوي دي.
د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې څلور پوځي اډې، یوه پوځي قرارګاه او څلور سرحدي پوستې په نښه شوې دي.
همدارنګه رویټرز خبري اژانس د اسرائیلي پوځ له قوله راپور ورکړی چې د لبنان په سویل کې د نښتو پر مهال یې څلور پوځیان وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په ورستیو ورځو کې د لبنان په سویل کې د اسرائیلي پوځیانو د وژنې او ټپي کېدو ګڼې پېښې ثبت شوي دي.

