د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې که ایران د هرمز تنګی پرانه نیزي د یاد هېواد د انرژۍ تاسیسات په ځانګړې توګه د انرژۍ زېرمې، د نفتو څاګانې او د خارګ جزیره به په نښه کړي.
ټرمپ د ټولنیزو شبکو له لارې په پیغام کې خبرداری ورکړی چې هوکړې ته د نه رسېدو په صورت کې به جدي اقدامات وکړي.
خو بلخوا، ایراني چارواکو ویلي چې له امریکا سره یې هېڅ ډول مذاکرات نه دي پیل کړي.
د امریکا ولسمشر تېره اونۍ اعلان کړی و، چې د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه د اپرېل تر ۶مې ځنډوي.

