د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې په ۱۴۰۴ کال کې د ټول هېواد په کچه ۱۳۲ زره او ۵۸۶ کسانو ته زېږونکارتونه وېشلي چې ۸۷ زره او ۵۵۱ یې د لویانو او ۴۵ زره او ۳۵ یې د ماشومانو دي.
ارقام ښيي چې په تېر ۱۴۰۴ کال کې تر ټولو زیات زېږون کارتونه ۸۵ زره او ۳۵۱ کابل کې وېشل شوي او تر کابل وروسته، خوست د ۱۰ او ۲۸۹، ننګرهار د ۸ زره او ۴۲۱، بلخ د ۷ زره او ۸۷۳ او هرات ولایت د ۴ زره او ۴۰۸ زېږون کارتونو په وېشلو د جدول په ورپسې کرښو کې راځي.
له بل لوري ارقام څرګندوي چې تېر کال ۶۸ زره او ۸۲ زېږون کارتونه د مرکز کابل او په ولایتونو کې د اسان خدمت مرکزونو له لارې وېشل شوي او پاتې ۶۴ زره او ۵۰۴ نور یې په مرکز کې د ژوند پېښو د ثبت آمریت او د ولایتي ریاستونو د حیاتي احصاییو برخو لهخوا وېشل شوي دي.
همدارنګه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په ۱۴۰۴ کال کې د ټول هېواد په کچه ۲۴ زره او ۳۷۰ کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشلې چې تر ټولو زیاتې هغه یې په کابل ۱۱ زره او ۲۵۹ او تر کابل وروسته، خوست د ۱۱۴۲، میدان وردګ د ۹۸۹، پکتیا د ۸۶۲، بلخ د ۸۶۰ او هملند ولایت د ۸۴۹ پارچو په وېشلو تر نورو ولایتونو زیاتې د مړینې پارچې وېشلې دي.

