ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سید عباس عراقچي: ایران کې د جګړې پای ته رسېدو سره یوځای باید په ټوله سیمه کې جګړه پای ته ورسېږي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې ایران کې د جګړې پای ته رسېدو سره یوځای باید په ټول سیمه له دې ډلې په لبنان، عراق او یمن کې هم جګړه پای ته ورسېږي.

ښاغلي عراقچي له الجزیرې خبري شبکې سره په مرکه کې زیاته کړې، چې ایران په ټوله سیمه کې د سولې غوښتونکی دی او امریکا او اسراییل له دې وړاندې چې لا زیات زیان وویني، باید جګړه په بشپړ او دایمي ډول پای ته ورسوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر ایران د امریکا د احتمالي ځمکني برید په تړاو د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې خبرداری ورکړی چې امریکایان به په ځمکنۍ جګړه کې د درنو تلفاتو سره له سختې ماتې سره مخ شي.

همدارنګه د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې اسراییلي رژیم اوس په ښکاره توګه په ایران کې د درمل جوړولو شرکتونه بمباروي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امریکا او اسراییلو ته په خطاب کې ویلي: «هغه څه چې دوی په کې تېروتنه کړې، دا ده چې دوی له بې‌وسه فلسطیني وګړو سره مخ نه دي؛ زموږ ځواکمن وسله‌وال ځواکونه به یرغلګر سخت مجازات کړي.»