ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امریکايي سناټور: ایران سره د ټرمپ د جګړې بيه امريکايي کورنۍ پرې کوي

امریکایي سناتور کریس کونز ویلي، چې د ایران پر وړاندې د ډونالډ ټرمپ «انتخابي» جګړې په امریکا کې د ټولو توکو بیې لوړې کړي.

د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې دغه غړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: « مسله یوازې د تېلو د بیو د لوړېدو نه ده، بلکې د خوراکي توکو، برېښنا او نورو خدمتونو بېلونه او د کورونو د ګروي پورونه هم لوړ شوي دي.»

 دغه امریکایي سناتور زیاته کړې، چې د دې جګړې اصلي بیه امریکایي کورنۍ پرې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ګڼ شمېر امریکایان پر ایران د ټرمپ د برید خلاف دي او د ټرمپ له‌خوا په دې جګړې کې د امریکا ښکېلتیا د اسرائیلو په خوښه بولي.