ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بهرنیو چارو وزیر د سوداګرو او پانګوالو ستونزو د حل ژمنه کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سیدکریم هاشمي د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې د خصوصي سکټور پر وړاندې د ننګونو په اړه خبرې کړي.

ښاغلي هاشمي د سوداګرو او پانګوالو ستونزې شریکې کړې او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا یې ټینګار کړی.

ورته مهال مولوي امیر خان متقي ډاډ ورکړ چې اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ به د سوداګرو ستونزو ته رسېدنه وکړي.