ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو اتشې د کډوالو سوداګرو له استازو سره لیدنه کړې

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو اتشې د کډوالو سوداګرو له استازو سره په لیدنه کې د توکو د لېږد پر څرنګوالي، د ستونزو پر حل او د لازمې همغږۍ پر رامنځته کولو خبرې کړې دي.

د یاد وزارت په وینا، د دې لیدنې موخه د سوداګرو د توکو او شتمنیو د لېږد، د هغوی د وضعیت ارزونه، جبري راستنېدنه، او د شته ستونزو د حل لپاره د مناسبو لارو موندل وو.

دغه‌راز نیازمحمد عارف، کډوالو ته د ګمرکي معافیت ډاډ ورکړی او ټینګار کړی، چې د سوداګرو د توکو د لېږد لپاره د منظم سیستم رامنځته کول اړین دي او باید د اړوندو ادارو په همکارۍ عملي شي.

د معلوماتو له مخې، دا لیدنه د افغان کډوالو سوداګرو د ستونزو د حل، ملاتړ، د راستنېدنې بهیر او د شتمنیو د لېږد د اسانتیاوو په اړه ترسره شوې ده.