د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د هلمند ولایت له والي مولوي امانالدین منصور او د یاد وزارت له ولایتي رییس ملا محمود ثاني سره لیدنه کړې ده.
د لیدنې په پیل کې د هلمند والي په یاد ولایت کې د روانو او پلان شویو پراختیايي پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او یو شمېر ستونزې یې له ښاغلي وزیر سره شریکې کړې.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د کډوالو په ښارګوټو او د هغو کوچیانو لپاره چې په غرونو او دښتو کې ژوند کوي، د پاکو اوبو د رسولو لپاره د منظم سیسټم پر جوړولو ټینګار وکړ.
نوموړي همداراز وویل، چې د هېواد لرې پرتې سیمې لا هم جدي پاملرنې ته اړتیا لري او اړینه ده چې د خلکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې لا زیاتې هڅې وشي.

