د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۲مې څخه د اپرېل تر ۳مې پورې د پاکستاني پوځي رژیم د بریدونو پر مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې درنې مرګژوبلې او زیانونه اوښتي دي.
د ملا حمدالله فطرت په وینا، په دغو بریدونو کې ۷۶۱ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۶۲۶ نور ټپیان شوي دي. همدارنګه، د بمباریو له امله ۲۷۴۰۷ کورونه زیانمن شوي دي.
دغهراز نوموړي زیاته کړې، چې په یادو پېښو کې ۳۴ جوماتونه، ۱۳ مدرسې، ۱۳ ښوونځي او ۳ روغتیايي مرکزونه هم زیانمن شوي دي. سربېره پر دې، ۲۵۶ دوکانونه، ۴۲ موټر او ۶۶۱ څاروي له منځه تللي دي.
د ملا حمدالله فطرت په وینا، دغه پېښې په کابل، ننګرهار، کندهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، لغمان او نورستان ولایتونو کې رامنځته شوې دي.

