ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د اورښتونو تالندې او تېزو بادونو اټکل شوی

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست سبا (دو‌شنبه، د وري ۱۷مه) د هوا پېژندنې ریاست د سالنګونو په شمول د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د باران، تالندې، بادونو او سېلابونو اټکل کړی.

په یادو ولایتونو کې جوزجان، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، غور نیمروز، هلمند، کندهار، روزګان، زابل، دایکندي، بامیان، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار، کونړ، لغمان، کاپیسا، کابل، پروان، پنجشېر، بغلان، سمنګان، بلخ، کندوز، تخار او بدخشان ولایتونه شامل دي.