هند افغانستان کې د وروستیو سېلابونو زیانمنو شویو ته بشري مرسته لېږلې.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال وايي، په دغه جوپه کې د پخلنځي توکي، روغتیايي کڅوړې، ترپالونه او نور وسایل شامل دي.
نوموړي زیاته کړې، هند د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او خپلو بشري مرستو او ملاتړ ته به دوام ورکوي.

