ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۲۰۵ البدر قول اردو له لوري له لسګونو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

ملي دفاع وزارت وایي، چې د ۲۰۵ البدر قول اردو د رهبرۍ په لارښوونه د هوایي ځواک پر مټ د کندهار ولایت ریګستان ولسوالۍ کې له هغه لسګونو کورنیو سره چې د تګ او راتګ لارې یې د وروستیو سیلابونو له امله بندې شوې وې د اته قلمه خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د ملي اسلامي اردو ځواکونه د تل په څير د خپلو هېوادوالو د امنیت سربېره د دوی ژغورنه لومړیتوب ګڼي.