ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال غیرت تورسنګلوف د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې چې د افغانستان – منځنۍ آسیا د مشورتي خبرو اترو د لومړنۍ ناستې په څنډه کې ترسره شوه، دواړو لوریو د ډیپلوماتیکو اړیکو د لوړولو، د سوداګرۍ او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا او د سیمه‌ییز وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي متقي د قرغیزستان د پلاوي د ګډون مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې د مشورتي غونډو پر نظریاتو او وړاندیزونو بنسټ، د راتلونکو همکارۍ د لارې نقشه به په ګډه جوړه شي.

 نوموړي زیاته کړې، چې دواړه هېوادونه تاریخي اړیکې لري او کولای شي له شته فرصتونو څخه د اړیکو د پراختیا لپاره ګټه واخلي.

ورته مهال د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال غیرت تورسنګلوف هم د سیمه‌ییز ابتکار ملاتړ کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، سوداګرۍ، ټرانزیټي او ورزشي همکاریو د دوام او پیاوړتیا پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.