ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صهيونيستي رژيم د بريدونو له امله ۱.۱ ملیون لبنانیان بېځایه شوي

ملګري ملتونه وایي، د تېرې فبروري میاشتې له اتمې نېټې راهیسې په لبنان کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله د بې‌ځایه شویو شمېر ۱.۱ میلیونه تنو ته ورسېد، چې د دې هېواد د نفوس یو پر پینځمه برخه جوړوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، اکثره بې‌ځایه شوي کسان د کوربه ټولنو ترمنځ او یا هم په غیرې رسمي مېشت‌ځایونو کې ژوند کوي او تر ډېره لومړنیو او بنسټیزو خدمتونو ته ډېر کم لاسرسی لري.

د یادونې وړ ده، چې د دې سربېره پر لبنان د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۱۴۶۱ کسانو ژوند بایللی او شاوخوا ۴ زره او ۴۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.