د افغانستان او اوزبیکستان د درملو سکتور سوداګرو د څه باندې ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۳ سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په دې ناسته کې دواړو لوریو د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د دوه اړخیزې سوداګرۍ برخه کې پر اسانتیا او د درمل جوړونې (د درملو صنعت) برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او دا چاره یې د ځان بسیاینې، روغتیايي خدمتو ښه والي او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام بللی دی.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د دې وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد دغه ناسته د ګډو همکاریو د پراختیا لپاره مهم فرصت بللی او د پانګونې د ملاتړ او سوداګرو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې یې د اسلامي امارت پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.
ورته مهال د اوزبیکستان د درملو د تولید پراختیا ادارې رییس عبدالله عزیزوف په دې ناسته کې ویلي، چې هېواد یې دوه اړخیزو همکاریو په ځانګړې ډول په افغانستان کې د درملو تولید په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

