ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران د جګړې ختمولو لپاره امریکا ته یوه طرحه سپارلې

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې ایران له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره په ۱۰ مادو کې یوه وړاندیز شوې طرحه وړاندې کړې ده.

د راپورونو له مخې، تهران په دې طرحه کې لنډمهالی اوربند رد کړی او د خپلو شرطونو په پام کې نیولو سره یې د جګړې پر دایمي پای ټینګار کړی دی.

 په دې طرحه کې همداراز په سیمه کې د نښتو درول، د هرمز تنګي څخه د خوندي تېرېدو لپاره د کړنلارې ټاکل، بیارغونه او د بندیزونو لرې کول شامل دي.

راپورونه ښيي، چې ډونالډ ټرمپ د ټاکلي ضرب‌الاجل له بیا غځولو سره سم له خپلو ځینو پخوانیو ګواښونو څخه په شاه شوی دی.