ملي دفاع وزارت خبر وکړی، چې د عبدالله بن مسعود رضيالله عنه د جګړهایزو ګډو زدهکړو قوماندانۍ د عسکرانو د بنسټیزو زدهکړو ښوونځي د معسکر له ۱۳مې دورې څخه ۳۵۰ تنه، همداراز د جګړهایزو ځواکونو ښوونځي د BM-21 چهلمیلې، زرهدار ټانک او توپچي مترصدینو له مسلکي زدهکړو څخه ۱۱۰ تنه مجاهدین، چې په ټوله کې کې ۴۶۰ تنه کېږي، نن د پوځي تطبیقاتو او عملي انداختونو له ترسره کولو وروسته، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د یاد وزارت په وینا، په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضياللهعنه د جګړهایزو ګډو زدهکړو قومندانۍ قومندان مولوي نصیبالله «مدني»، د جګړهایزو ځواکونو ښوونځي قومندان حافظ صدام حسین (احمدضیاء) او ګڼ شمېر مسولینو، علماوو او مشرانو ګډون درلود.
مولوي نصیبالله «مدني» یادو مراسمو کې د وینا پر مهال د اسلامي ملي اردو ځواکونو پر پوځي زدهکړو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «تاسو د اسلامي نظام مدافعین او ساتونکي یاست؛ د یاد مسولیت د ښه ترسره کولو لپاره د خپل مسلک اړوند د عصري ټکنالوژۍ کارول زده کړئ، هڅه وکړئ چې ترلاسه کړې زدهکړې هېرې نه کړئ، له غفلت، تعصب او اختلافاتو څخه ځانونه وساتئ، او له ولسونو سره د نبوي اخلاقو په رڼا کې چلند وکړئ.»
دغهراز په پای کې، یادو فارغانو مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې په هر ډول شرایطو کې له اسلامي نظام او هېواد څخه دفاع او ساتنې ته چمتو دي.

