د عدلیې مرستیال وزیر شیخ عبدالکریم حیدر په مشرۍ د کورونو کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په ټول هېواد کې د استوګنیزو کورونو د کرایې لوړول منعه کړل.
یادې کمېټې پرېکړه کړې، چې د ۱۴۰۵ کال لپاره د کورونو او استوګنیزو بلاکونو د کرایې معیار، د تېرو دوو کلونو کرایه ده.
د یادې پرېکړې لهمخې، د استوګنیزو کورونو مالکین او د معاملاتو لارښوونې دفترونو لرونکي حق نهلري چې له دې معیار څخه لوړه کرایه وټاکي.
دغه راز دې ناسته کې جلا کمېټو ته دنده سپارل شوې، څو کرایې وارزوي او سرغړوونکي مشخص او د قانون منګلو ته وسپاري.

