د ټولګټو وزارت وزیر ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بیکدلي سره لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې د دې وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح او یو شمېر رییسانو هم شتون درلود.
د ټولګټو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د اوسپنې پټلۍ پروژو رغول، د خواف – هرات د انتقالاتو د زیات والي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ترانزیټ د اسانتیاوو د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې دواړو لوریو د ایران او افغانستان ترمنځ په ګډې همکارۍ ټینګار کړی او د اوسپنې پټلۍ، سړکونو او پلونو د ترمیم رغونې او بیارغونې پروژو په تړاو یې خبرې کړې دي.
دغهراز په پای کې، د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا، د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالي او د بنسټیزو پروژو په برخه کې پر دوامداره او نږدې همکارۍ ټینګار شوی دی.

