په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي سعدالله بلوچ د علماوو تحریک رییس شیخ یحیی ثقوف سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د دیني، علمي او کلتوري همکاریو او د دواړو هېوادونو د علمي بنسټونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړي.
په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو لوریو د علمي پلاویو د تبادلې پر ارزښت او ګډو پروګرامونو پر جوړولو ټینګار کړی.
د خبر پاڼې پر اساس، اندونیزیايي لوري د پاکستان له لوري د وروستیو بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د خبرو له لارې د ستونزو پر حل یې ټینګار کړی دی.

