د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د تېره ورځ د وري میاشتې په ۱۸مه نېټه په مرمرینې ماڼۍ کې ترسره شوه.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، په دې غونډه کې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو، په کابل کې د کثافاتو د سوځولو او پروسس له لارې د برېښنا د تولید د عصري کارخونې جوړولو او همداراز په کندهار، هرات او بلخ ولایتونو کې د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید پر طرحې خبرې شوې دي.
یاد معاونیت زیاته کړې، چې له بحث وروسته یادې طرحې د تخنیکي او اقتصادي ارزونو لپاره اړوندو ادارو ته راجع شوې او سپارښتنه ورته شوې، چې خپل راپورونه په ټاکلو نېټو د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وسپاري.

