د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د بلخ ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۴ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۱۵۵ زره او ۶۱۰ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونه وړاندې کړي دي.
یاده اداره زیاتوي، چې په وړاندې شویو خدمتونو کې د ۱۰۴ زره او ۲۹۲ برېښنایي او ۳۰ زره او ۸۴۶ کاغذي پېژندپاڼو وېش او همدارنګه ۸ زره او ۷۳۳ کسانو ته د ژوند پېښو او ۱۱ زره او ۷۳۹ نورو کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه شامل دي.
د بلخ ولايت د احصايې او معلوماتو رئیس مولوي عبدالباري انقیادي وايي، چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو درې وېش څانګې او یو د اسان خدمت مرکز فعال دی او هره ورځ نارینه او ښځینه مراجعینو ته د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره، په اسان خدمت مرکز کې تر وېش وروسته خدمتونو له ډلې، د مثنی برېښنایي پېژندپاڼې وېش، پېژندپاڼې نوېکولو، د برېښنایي پېژندپاڼو د کارت پر مخ اصلاحاتو راوستو، د زېږونونو، ودونو او طلاق ثبت خدمتونه هم وړاندې کېږي.
له بل لوري یاد ریاست په ۱۴۰۴ کال کې په احصايوي برخو کې د ۱۵۷۲ معیاري فورمو له لارې ټولنیز، اقتصادي او د روغتیا برخې ارقام او معلومات راټول او له ادارې سره یې شریک کړي او د دې تر څنګ، تېر کال په دې ولایت کې ځینې مهمې سروېګانې لکه د بلخ ولایت د ښار په کچه د ادرسموندنې سروې او د خوړو خوندیتوب سروې هم ترسره شوې دي.

