د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس لاندې ټاکنې وشوې:
۱ـ د کندهار د څلورمې امنیتي حوزې مخکنی امر مولوي موسی کلیم ابو نصر، د تخار د امنیه قومندان په توګه.
۲ـ د ۲۰۳ منصوري قول اردو مخکنی مرستیال ملا روح الامین روحاني، د دفاع وزارت حمایوي لوا د قومندان په توګه.
۳ـ د تخار ولایت مخکنی امنیه قومندان ملا عبدالعلي (ملا اغا) د کندهار ولایت د څلورمې امنیتي حوزې د امر په توګه.
۴ـ د زابل ولایت د علماوو شورای مخکنی رییس مولوي عزیزالله طیب د همدې ولایت د پوهنتون د رییس په توګه ټاکل شوي.

