د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د اسراییلي رژیم او لبنان ترمنځ مخامخ خبرې به راتلونکې اوونۍ پیل شي، د یادو خبرو لومړنۍ ناسته به د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې ترسره شي.
راپورونه وایي، د امریکا د پلاوي مشري به په لبنان کې د امریکا سفیر میشل عیسی پر غاړه ولري.
همداراز، په واشنګټن کې د اسراییلو سفیر به د تلابیب په استازیتوب او په واشنګټن کې د لبنان سفیر به د بېروت په استازیتوب په یادو خبرو کې ګډون وکړي.

