ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال د فاریاب له والي سره وکتل

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال، شیخ عبدالرحمن منیر، د فاریاب ولایت له والي سره د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د پیاوړتیا په موخه لیدنه کړې ده.

ياده ليدنه کې د فاریاب والي د هر اړخیزې همکارۍ د ژمنې ترڅنګ ویلي، چې د منسوبینو ترمنځ لا زیاته همغږي کولی شي د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه نوره هم پیاوړې او چټکه کړي.

همدا راز، ښاغلي منیر هم ټینګار کړی، چې د ولایتي مسؤلینو او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو ترمنځ لا زیاته همغږي د دې لامل کېږي، څو د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه لا اغېزمنه او ګړندۍ شي.