الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې د ایران د پارلمان رییس، محمد باقر قالیباف، په مشرۍ ۷۱ کسیز ایراني پلاوی د امریکا سره د خبرو لپاره اسلاماباد ته رسېدلی دی.
د راپور له مخې، په دغه پلاوي کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د مرکزي بانک رییس عبدالنصیر همتي، د ملي دفاع د عالي شورا منشي علي اکبر احمدیان، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریبابادي او یو شمېر نور مسولین شامل دي.
ټاکل شوې چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې نن له غرمې وروسته په اسلاماباد کې پیل شي، خو ایراني رسنیو راپور ورکړی چې دا مذاکرات به له هغې وروسته پیل شي چې د ایران یو لړ مخکیني شرطونه ومنل شي، چې تر ټولو مهم یې پر لبنان د اسراییلي رژیم د بریدونو درول بلل شوي دي.

