د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد حنفي ویلي، د اسلامي شریعت د احکامو پلي کول او له ظلم څخه د خلکو ژغورل د دې وزارت له اساسي مسولیتونو څخه دي.
نوموړي زیاته کړې؛ الله جل جلاله په ځمکه کې د احتساب دنده خپلو نېکو بنده ګانو ته سپاري، تر څو شرعي قوانین په ښه ډول تر خلکو ورسوي او خلک د الله جل جلاله لوري ته راوبولي.
ښاغلي حنفي، د دې وزارت د مسولینو لپاره په جوړ شوي سیمینار کې ټینګار کړی، چې د شرعي احکامو پلي کول، د ټولنیز عدالت ټینګښت، د اسلامي نظام پیاوړتیا د ټولو مسولینو قوي ژمنتیا، همغږۍ او ګډو هڅو ته اړتیا لري.
شیخ محمد خالد الحنفي ویلي؛ د خلکو شکایتونو ته په رسېدنه کې جدیت کوئ، د اصولو او قانون په رڼا کې د هیچا مراعت مه کوئ او قانون په ټولو يو شان تطبیق کړئ.
د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزیر دغه راز په خپله وینا کې ټینګار کړی، چې د خلکو ستونزو ته باید په مستقیم ډول او له واسطې پرته رسېدنه وشي.
همدارنګه د یاد وزارت مرستیال شیخ صدیق الله ویلي؛ د ولس او حکومت ترمنځ فاصله نشته. د خلکو غږ اورېدل او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه زموږ مکلفیت دی.
نوموړي زیاته کړې؛ د شکایتونو اورېدلو قانون د ولسونو د ستونزو اورېدلو او له هغوی سره د مرستې په موخه جوړ شوی، هېڅوک تر دې قانون نه دي لوړ؛ بلکې د قانون په اساس پر کړنو مجبور دي.
شیخ صدیق الله د شکایتونو اورېدلو قانون په اړه ویلي؛ هیڅوک د قانون له تطبیق څخه استثناء نه دي، ټول یې باید لومړی پر ځان او بیا په ټولنه کې پلي کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ د معروفاتو اقامه، د منکراتو مخنیوی، د یووالي راوستل او د مظلوم دفاع زموږ د جهاد اساسي موخې وې.

