ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بدخشان کې د پامير لېسې د کمپليکس ودانیزو چارو د څرنګوالي په اړه غونډه وشوه


د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري ټاکل شوي پلاوي او د قرغیزستان سفیر صدیقوف کاردقون له خپل پلاوي سره بدخشان ولایت ته سفر کړی او هلته یې د دې ولایت له والي مولوي محمد اسماعیل غزنوي سره د لیدنې پر مهال د پامیر لېسې د کمپلیکس د جوړېدو په اړه خبرې کړې دي.

په دې ناسته کې د قرغیزستان سفیر د خپل هېواد د ولسمشر نېکې هیلې او درناوی څرګند کړ او ویې ویل، چې د ولسمشر د ځانګړي حکم له مخې یې له تخنیکي پلاوي سره یوځای بدخشان ته سفر کړی، څو د یادې لېسې د جوړېدو په اړه له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې وکړي.

دغه‌راز نوموړي د پامیر لېسې د کمپلیکس په جوړولو کې د خپل هېواد همکاري د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو د پراختیا او د ښه ګاونډیتوب ښکاره بېلګه وبلله.

بل‌خوا، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت پلاوي د بدخشان د اړوندو ادارو د تخنیکي استازو په ملتیا له قرغیزستاني پلاوي سره مشورتي ناسته وکړه او د یاد کمپلیکس لپاره ټاکل شوې ساحه یې له نږدې وکتله.

 ټاکل شوې، چې د تخنیکي معیارونو له ارزونې وروسته به د پروژې عملي چارې په نږدې راتلونکې کې پیل شي.