ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران: د فارس خلیج بندرونه او د عمان سمندر به یا د ټولو لپاره وي يا به د هېچا لپاره نه وي

د ايران د مرکزي قرارګاه «خاتم‌الانبیا» ویاند، ابراهیم ذولفقاري د هرمز تنګي د کلابندۍ په تړاو د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې خبرداری ورکړی، چې د فارس خلیج بندرونه او د عمان سمندر به یا د ټولو لپاره وي یا به د هېچا لپاره نه وي.

نوموړي ټینګار کړی، که‌چېرې د ایران د بندرونو امنیت وګواښل شي، په فارس خلیج او عمان سمندر کې به هېڅ بندر خوندي نه وي.

د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه ویاند، په نړیوالو اوبو کې د کښتیو پر تګ- راتګ د بندیز لګول «غېرې قانوني» اقدام او «سمندري غلا» وبلله.