د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې د دوه میلیونه ډالرو په ارزښت د «یشلر سمرقند» افغاني او «همکار پرنده» اوزبیکستاني شرکتونو ترمنځ هوکړهلیک لاسلیک شو.
د یاد وزارت په وینا؛ د دغې هوکړې له مخې به یاد شرکتونه د یو ورځنیو چرګوړو او نطفهداره هګیو برخه کې همکاري وکړي.
دغه وزارت زیاته کړې؛ یاده هوکړه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او اوزبیکستاني چارواکو د لیدنې په څنډه کې شوې ده.
همدارنګه چارواکي وایي، چې افغانستان د چرګانو د غوښې په تولید کې ځانبسیاینې ته نږدې شوی دی، خو د یوه ورځنیو چرګوړو او نطفهلرونکو هګیو د تولید په برخه کې لا هم وارداتو ته اړتیا لري.
د دوی په وینا، دا ډول همکارۍ کولای شي د دې اړتیا په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
همدارنګه ټینګار شوی، چې د بېلابېلو نسلونو د غوښینو او هګۍورکو چرګانو لپاره د نطفهلرونکو هګیو تولید ترسره کېږي او د دې برخې پراختیا کولی شي د هېواد د چرګانو د صنعت په ښهوالي کې اغېزناک تمام شي.
د یادونې وړ ده، چې د دې هوکړې موخه د چرګانو د تولید د ځنځیر پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پراختیا بلل شوې ده.

