ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د یو شمېر هېوادونو له علماوو سره لیدنه کړې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا له علماوو سره لیدنه کړې ده.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي؛ چې په دې لیدنه کې په افغانستان کې د اسلامي نظام د ټینګښت، د اسلامي هېوادونو د یووالي او په هېواد کې د پراختیایي پروژو د تطبیق په اړه خبرې شوې او په دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ څرګند شوی دی.

ملا عبداللطیف منصور ویلي: “له نېکه مرغه زموږ په هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی او ټول ولس ورسره په خوښۍ ولاړ دی.”

نوموړي زیاته کړې؛ چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت هڅه کوي د افغانستان په ګوت ګوت په ځانګړې توګه هغو سیمو کې چې له پامه غورځېدلې دي؛ پراختیایي پروژې پلي او د خلکو ستونزې هوارې کړي.