ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختيا په اړه خبرې شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د اوزبېکستان اندیجان له والي شهرت‌بېک عبدالرحمنوف د دواړو هېوادو اړتیاوو پوره کولو، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د پانګونې جذبولو او د راکړې ورکړې کچې زیاتوالي په اړه خبرې کړي.

په دې لیدنه کې د خوراکي او نطفه لرونکو چرګو هګیو تولید پانګونې، په افغانستان کې د سمنټوتولید، د مالوچو پروسس، د اوزبېکستان د چرمي بوټونو او د دواړو لوریو ترمنځ د لږ تر لږه په ورځ کې د زر موټرو تګ راتګ په اړه خبري شوي.

والي اندیجان په بابر بڼ کې د کتابتون جوړولو، د کابل ـ اندیجان مستقیمو الوتنو، او د فرهنګ په برخه کې ګډې همکارۍ وړاندیز وکړ، نوموړي د صنعت او سوداګرۍ وزیر ته د اندیجان د سفر بلنه هم ورکړې.