د ټاکل شوي ضربالاجل له مخې، د امریکا له لوري د ایران پر بندرونو د تېرېدونکو بېړیو سمندري محاصره پیل شوې ده.
ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی، چې د محاصرې په محدوده کې به هره ایراني کښتۍ به په نښه او له منځه یووړل شي.
دغهراز د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ناټو متحدینو اعلان کړی، چې د ایران د بندرونو د کلابندۍ لپاره د امریکا په وړاندیز شوې طرحه کې ګډون نه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران هم خبرداری ورکړی، که د دې هېواد د بندرونو امنیت ته ګواښ پېښ شي، نو په خلیج فارس او د عمان په سمندر کې به هېڅ بندر خوندي پاتې نه شي.

