د اوزبیکستان د اندیجان ولایت والي شهرت رحمانوف او د دغه هېواد یو شمېر سوداګرو د هرات له والي شیخ مولانا اسلامجار سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د هرات او اوزببکستان ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا، د لویو لارو او اوسپنې پټلۍ د پراختیا، په هرات کې د اوزبیکستان د تولیداتو لپاره د دایمي نندارتون او د ګډې سوداګرۍ خونې د جوړېدو په اړه خبرې وشوې.
د هرات والي د دوهاړخیزو اقتصادي اړیکو پر پراختیا او ګډو پانګونو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې له اوزبیکستان څخه د خوراکي توکو، غوړو، سمنټو او ساختماني موادو واردات مهم دي.
نوموړي همداراز اوزبیکستان ته د هرات د مرمرو ډبرو د صادراتو یادونه وکړه.
نوموړي له ازبیک سوداګرو وغوښتل، چې په هرات کې د ګډو پانګونو لپاره ګامونه واخلي او ډاډ یې ورکړ، چې سیمهییزه اداره به د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې هر ډول همکاري وکړي.
بلخوا، ازبیک پلاوي په هرات کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
دغهراز دواړو لوریو د اوزبیکستان په اندیجان ولایت کې د ګډ نندارتون د جوړېدو هوکړه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې د اوزبیکستان د تولیداتو نندارتون نن په رسمي ډول په هرات کې پرانیستل شو او تمه ده، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغان-ازبک ګډه سوداګریز خونه هم په دې ولایت کې جوړه شي.

