د امریکا خزانې وزارت د هغه معافیت موده غځولې، چې له مخې یې هېوادونه کولای شي د روسیې تحریم شوي نفت د یوې میاشتې په موده کې د سمندر له لارې وپېري.
د دغه معافیت موخه، د ایران پر وړاندې د جګړې له امله د رامنځته شوې بېنظمۍ کنټرول او د نفتو د عرضې زیاتوالی ښودل شوی دی.
د امریکا خزانې وزارت د اعلامیې پر بنسټ، په کښتیو کې د بار روسیي نفتو د پېر موده د روان کال د مې میاشتې تر ۱۶مې پورې غځول شوې ده.

