د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د ترکیې د انتالیا د ډیپلوماسۍ د پینځم فورم په څنډه کې “په سوداګرۍ کې باور: په جنوبي اسیا کې د اقتصادي ادغام او ثبات راتلونکی” په پنل کې ګډون کړی دی.
نورالدین عزیزی په دې غونډه کې د سولې، ثبات او د هېوادونو ترمنځ د انساني اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې افغانان نږدې پینځه لسیزې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او لا هم د هېواد شتمنۍ یې کنګل پاتې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت سیاست د سولې او سولهیز ګډ ژوند پر بنسټ ولاړ دی او دا تګلاره د دیني ارزښتونو او د افغان ولس له غوښتنې سرچینه اخلي.
دغهراز عزیزی د انرژۍ د بیو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، اسلامي امارت له وړاندې د تیلو او مایع ګازو د اړتیاوو د تامین لپاره تدابیر نیولي او د بازار د ثبات لپاره یې حل لارې موندلې دي.
نوموړي زیاته کړې، سره له دې چې په نړیواله کچه د تېلو او مایع ګازو بیې لوړې شوي، خو په افغانستان کې یوازې له ۳ تر ۵ سلنې پورې زیاتوالی راغلی، چې دا د بازار د مدیریت د هڅو پایله ده.
په پای کې، د صنعت او سوداګرۍ وزیر د یادې غونډې د جوړېدو هرکلی کړی او د ترکیې د هڅو ستاینه یې کړې، چې د نړیوالو او سیمهییزو ستونزو د حل لپاره یې ترسره کوي او همداراز یې د غزې په اړه د دغه هېواد دریځ مثبت بللی دی.

