د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د چاپېریالي موضوعاتو په تړاو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایې پروګرام (UNDP)له استازو سرګي وولکوف او نجیب الله یوسفي او همدا راز د رها موسسې له مرستیال سره لیدنه کړې ده.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، په دې لیدنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په تړاو د چمتو شوي ملي راپور د مخکتنې؛ دوو چاپېریالي پروژو د تطبیق او GEF-9 غونډې په هکله هر اړخیز بحث او خبرې شوې دي.
مولوي مطیع الحق خالص ویلي، چې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې د (UNDP) کارونه قابل د قدر دي؛ ځکه په دې برخه کې دوی کافي تجربه لري او هیله یې ښولې چې چاپېریالي مسایلو ته باید ډیره پاملرنه وکړي.
دغهراز ښاغلي خالص د (UNDP) له مسوولینو غوښتي، چې د چاپېریالي پروژو د ارزونې لپاره باید د یوه تخنیکي ټیم د څارنې زمینه برابره شي؛ ترڅو د پروژو مؤثریت او مثمریت تثبیت او مخکې ګامونه واخیستل شي.
د ملګرو ملتونو د پراختیایې پروګرام د اقلیم بدلون څانګې مسوول سرګي وولکوف د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له عمومي ریس څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده، سره له دې چې افغانستان له ډیرو چاپېریالي ستونزو سره مخ دی؛ خو ډیر فرصتونه هم لري.
نوموړي ټینګار کړی، چې په ګډه همغږۍ سره باید له شته فرصتونو څخه کار واخیستل شي.
دغهراز سرګي وولکوف ژمنه کړې، چې (UNDP) به هڅه وکړي؛ ترڅو له افغانستان سره خپلې مرستې پراخې او په ګډه کار وکړي.
په پای کې دواړو خواوو د ګډې همکارۍ او همغږۍ په پیاوړتیا ټینګار کړې او هوکړه یې کړې، چې د چاپېریالي پروژو د تطبیق په هکله به تخنیکي ټیمونه خپل کار ته ادامه ورکړي او د شته ستونزو د هوارولو لپاره دې مناسبې حل لارې چارې ولټول شي.

