ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: د ازادۍ ساتنه د افغانانو یووالي او ګډو هڅو ته اړتیا لري

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت قوشتیپې ولسوالۍ ته د سفر پر مهال له سیمه‌ییزو مسوولینو، علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره لیدلي او د پراختیایي پروژو د پلي کېدو ډاډ یې ورکړی دی.

نوموړي د سفر په پیل کې د «چهارسای» سیمې د شهیدانو هدیرې ته ولاړ او د هغوی روحونو ته یې دعا وکړه. همداراز یې د یوې دیني مدرسې له لیدنې پر مهال زده‌کوونکي د دیني علومو زده کړې ته وهڅول.

دغه‌راز ښاغلي حنفي وروسته د قوشتیپې او درزاب ولسوالیو له یو شمېر مسوولینو او مخورو سره د زمردسای په نفتي سیمه کې لیدنه وکړه.

نوموړي د تېرو جګړو پر مهال د خلکو او مجاهدینو قربانۍ یادې کړې او ویې ویل، اسلامي امارت د خلکو د سرښندنو او الهي نصرت په پایله کې بریالی شوی دی.

مولوي عبدالسلام حنفي ټینګار وکړ، چې د ازادۍ ساتنه د افغانانو یووالي او ګډو هڅو ته اړتیا لري او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت مسوولین هڅه کوي په بېلابېلو برخو کې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال همداراز وویل، چې د قوشتیپې کانال څخه به یو فرعي کانال د کرنیزو ځمکو خړوبولو او شبرغان ښار ته د څښاک اوبو د رسولو په موخه جوړ شي.

نوموړي زیاته کړه، چې په روان کال کې یو شمېر پراختیایي پروژې تر کار لاندې دي او په پرله‌پسې ډول به په هېواد کې پلي شي.

بلخوا، د قوشتیپې ولسوالۍ اوسېدونکو د نوموړي هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې په دې وروستیو کې امنیت ټینګ شوی او د سړکونو د قیر کولو او د برېښنا د لېږد په برخه کې شوي اقدامات د ستاینې وړ دي.

د غونډې په پای کې د سیمې خلکو د اسلامي امارت ملاتړ اعلان کړ او ژمنه یې وکړه، چې په هر ډول شرایطو کې به د نظام تر څنګ ولاړ وي.