د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ملي راډیو ټلویزیون ته ومنله، چې رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند ټولو دولتي ادارو ته امر کړی، څو خلکو ته د کورونو جوړولو اجازه ورکړي.
د دغه حکم پر بنسټ، د کابل په ګډون ټول هېواد کې هغه کسان چې شرعي قباله، د مالیې ټکټ، عرفي سند او د جومات امام تاییدي ولري، کولای شي کورونه جوړ کړي.
همدارنګه په دغه حکم کې امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه شوې، چې پدې برخه کې دې هېچا ته ستونزې نه جوړوي، د ښاروالۍ او اراضي اداره باید تر یوې میاشتې د ممنوعه سیمو نقشې مشخصې کړي.

