د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د تېر شل کلن جهاد له ټپیانو، معلولو او فلج شویو مجاهدینو، سیمهییزو قومندانانو او مسوولینو سره لیدنه کړې ده.
ملا نورالله نوري مجاهدینو ته ویلي؛ دا ستاسو د قربانیو او سرښندنو پایله ده، چې نن په هېواد کې اسلامي نظام حاکم شوی او د بهرنیو اشغالګرو شتون پای ته رسېدلی دی.
نوموړي زیاته کړې، که د مجاهدینو قربانۍ او شهادتونه نه وای، نو دا بریا او ازادي به نه وه ترلاسه شوې.
ښاغلي نوري همداراز د سیمې مجاهدینو او مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې خپل نیتونه مو نور هم اصلاح کړئ، له خلکو سره ښه چلند کوئ او په خپلو چارو کې له عدالت، احتیاط او حوصلې کار واخلئ.

