د ایران له قضایي قوې سره تړلې میزان خبري اژانس راپور ورکړی، چې د «امیر علي میرجعفري» په نوم یو کس تهران کې یوه جومات ته د اور اچولو او د اسرائیلو استخباراتي سازمان « موساد» سره د اړیکو درلودلو په تړاو نن سهار اعدام شو.
د راپور پر اساس، په دې وروستیو کې د ایران په دوو ولایتونو کې۲۲ کسان موساد سره د همکارۍ او امنیت ضد فعالیتونو ترسره کولو په تور په بند محکوم شوي دي.
د یادولو ده، چې د ایران قضایه قوې تېره ورځ (دوشنبه، د وري ۳۱مه) هم دوه تنه اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تړاو اعدام کړي وو.

