د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي ریس، مولوي مطیعالحق خالص د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ د سیمهییزې ایکولوژیکي سرمشریزې «Regional Ecological Summit 2026» کې د ګډون په موخه (آستانه) د قزاقستان پلازمېنې ته په سفر ولاړ.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، ټاکل شوي ده، چې دغه سر مشریزه سبا د قزاقستان په مرکز استانه کې د سیمې د هېوادونو د استازو، د ملګرو ملتونو ادارې، نړیوالو بنسټونو او د چاپېریال ساتنې برخې د متخصصینو په حضور کې پيل شي او درې ورځې به دوام ولري.
دا سرمشریزه د اقلیمي بدلون، چاپېریال ساتنې او د طبیعي سرچینو د دوامداره مدیریت په برخه کې د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو مهم نړیوال پلیټفارم بلل کېږي.
په دې غونډه کې به د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ګډو حللارو موندل، د اوبو او ځمکې اغېزمن مدیریت، د ځنګلونو او ایکوسیستمونو ساتنه، د ککړتیا کمول او د شنو اقتصادي بدلونونو په ګډون پر مهمو موضوعاتو بحثونه ترسره شي.
په یاده شوې غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ګډون موخه د سیمې له هېوادونو او نړیوالو شریکانو سره د تجربو تبادله، د اقلیمي خطرونو د کمولو لپاره د همکاریو پراخول او د افغانستان د چاپېریالي اړتیاوو او لومړیتوبونو مطرح کول دي.
ښاغلي خالص به د دې سرمشریزې په عمومي غونډو او تخنیکي ناستو کې ګډون او وینا وکړي او همداراز به له یو شمېر نړیوالو استازو سره د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه جلا لیدنې او کتنې هم ولري.
دغه سرمشریزه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د سیمهییزې همغږۍ د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي، چې کولی شي د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډو اقداماتو او دوامدارو حللارو لپاره زمینه برابره کړي.

