د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي فاریاب کې د یاد ولایت له ځايي مسولینو، علماوو او قومي مشرانو سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي حنفي د امنیت ټینګښت او د خلکو هوساینه د اسلامي امارت لومړیتوب بللی او ټینګار یې کړی، چې د خدماتو وړاندې کولو برخه کې به لا زیاتې هڅې وکړي.
دغه راز د یاد ولایت علماوو او قومي مشرانو د کاري فرصتونو رامنځته کولو، پروژو پلي کولو او نورو برخو کې د اسلامي امارت د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه کړې ده.

