د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي بلخ ولایت ته د خپل سفر پر مهال د شهیدانو له پارک او د قوشتیپې کانال له سربند څخه لیدنه کړې ده.
د چارواکو په وینا، په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي، د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا او یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود.
مولوي عبدالسلام حنفي لومړی د شهیدانو ارواح ته دعا وکړه او اسلامي نظام یې د علماوو، د قرآنکریم د قاریانو، طالبانو او د افغانستان د بېلابېلو اقشارو د بې شمېره سرښندنو حاصل وباله.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د شهیدانو د وینو درناوی کوي او هیڅ وخت به اجازه ورنکړي چې د شهیدانو وینې پایمال شي.
نوموړي همداراز د قوشتیپې کانال په څېر سترې پروژې د هېواد د اقتصادي ودې او ځان بسیاینې لپاره مهمې وبللې او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د ملي پروژو پلي کولو ته ژمن دی.
د سفر په دوام کې، مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي د قوشتیپې کانال د سربند د روانو کارونو ارزونه وکړه او مسوولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د پروژې چارې په ټاکلي وخت بشپړې کړي.

