د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني په کابل کې د دودیزې غېږنیونې د نړیوالو سیالیو له ګډونوالو لوبغاړو او د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره لیدنه کړې ده.
نوموړي په دې لیدنه کې ویلي، د بهرنیو لوبغاړو شتون ښيي، چې افغانستان د پرمختګ پر لور روان دی او د سولې او ثبات پیغام یې په پراخه کچه خپرېږي.
دغهراز ښاغلي حقاني زیاته کړې، لوبغاړي د خپلو هېوادونو غیرې رسمي ورزشي سفیران دي او باید د افغانستان د سولې، ورورولۍ او مثبت تصویر پیغام له ځان سره خپلو هېوادونو ته یوسي.

