د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي بلخ ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي محمد یوسف وفا سره لیدنه کړې ده.
عامې روغتیا وزارت وایي، په دې لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو ښه والي، پراختیا او د حیرتان بندر له لارې د درملو کیفیت تضمین لپاره د لابراتوارونو د فعالولو اهمیت په اړه بحث او خبرې شوي.
همدا راز عامې روغتیا وزیر په دې لیدنه کې ویلي، روغتیا وزارت ژمن دی، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو پراختیا، کیفیت لوړولو او عادلانه وېش لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

