ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سپینه ماڼۍ کې ډزې؛ ټرمپ او د کابینې غړو ته کوم زیان نه دی اوښتی

د امریکا په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د مېلمستیا د مراسمو پر مهال د ډزو راپور ورکړل شوی، چې له امله یې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امنیتي ځواکونو له‌خوا خوندي ځای ته انتقال شوی دی.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې ټرمپ، د هغه مرستیال او د کابینې نورو غړو ته زیان نه دی اوښتی.

دغه‌راز ټرمپ له پېښې وروسته ویلي، چې ژر به بېرته سپینې ماڼۍ ته ستون شي او د موضوع په اړه به معلومات شریک کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې له دې پېښې مخکې د کوم مشخص امنیتي ګواښ په اړه خبرتیا نه وه ورکړل شوې.

د ټرمپ په وینا، د برید انګېزه تر اوسه نه ده روښانه، خو ګومان کېږي چې برید یو تن ترسره کړی دی.

راپورونه ښيي، چې په دې پېښه کې د امنیتي ځواکونو یو غړی هم ټپي شوی، خو د مرمۍ ضد واسکټ له امله یې ژوند خوندي پاتې دی.