نن سهشنبه د ثور اتمه په هېواد کې د کمونیستي رژیم د ړنګېدو له ۳۴مې کلیزې سره برابره ده. دا ورځ د کمونیستي نظام پر خلاف د افغان ولس د جهاديبریالیتوب تاریخي ورځ ده.
۴۸ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور په اوومه نېټه څو پردي پالو کمونیستانو په افغانستان کې کودتاه وکړه، چې په هېواد کې د ډيرو ناورینونو او بدمرغیو لامل شوه.
دغو پردي پالو څېرو د افغان مسلمان او مجاهد ملت د مقدساتو او اسلامي ارزښتونو په وړاندې په جنایتونو لاس پورې کړ، خو زموږ مسلمان او مجاهد ملت د کمونیستي فکر او د هغوی د اعمالو پر وړاندې پاڅون وکړ او دا جهادي مبارزه، چې له بې سارې قربانیو سره مله وه.
د ډېرې سختې او درنې مبارزې په لړ کې د افغانستان مسلمان او مجاهد ملت هم ډير درانه تلفات وګالل، نږدې یونیم میلیون افغانان شهیدان او میلیونونه نور له بېلابېلو ستونزو سره مخ شول، چې له ۱۴ کلونو وروسته د کمونیزم شومې پدیدې او ورسره د وخت شوروي اشغالګرو زموږ په هېواد کې ماتې وخوړه او افغان مجاهد ملت وتوانید، چې وروستۍ کمونستي اداره را نسکوره او هېواد په بشپړه توګه ازاد کړي.
د ۱۳۷۱ هـ ش کال د ثور اتمه نېټه د افغان ملت د بري، ازادۍ او خپلواکۍ ورځ ده، چې د افغان مجاهد ملت قربانیو پایله ورکړه او زموږ ولس او هېواد د کمونیزم له ښامار څخه ځان وژغوره.
په دې تاریخي ورځ کې د شوروي سره پوځ هغه انګیرنه غلطه ثابته شوه، چې ویل به یې که زمونږ د شوبلو چاین پر آمو ور واوښت بیا به یې د هند پر ګرمو اوبو مخ راګرځوو.
دا ورځ د شوروي یرغل په وړاندې د افغان مجاهد ولس د یونیم ميلیون قربانیو او سرښندنو د بریا شانداره ورځ ده.
په تاریخي لحاظ د غويي اتمه د هېواد د نورو تاریخي ورځو «زمري ۲۸مه او سلواغې ۲۶مه» له ویاړونو او عظمتونو ډکه ورځ ده.

